د غزني پوهنتون (۴۸) تنو خدماتي کارکوونکو ته ژمني توکي یا البسه وویشل شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۳۱
hg

ورځ: سه شنبه

نېټه:

١۴۴۶ هـ ق، د رجب ۱۳

۱۴۰۳ هـ ش، د جدی ۲۶

۲۰۲۵ م، د جنورۍ ۱۴

د غزني پوهنتون (۴۸) تنو خدماتي کارکوونکو ته ژمني توکي یا البسه وویشل شوه. دغه د وېش لړۍ د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی محمد جاوید خالد په ګډون د یاد پوهنتون د حفظ او مراقبت مدیریت لخوا تنظیم شوي.

ښاغلي خالد کارمندانو ته د دې توکو د ترلاسه کولو مبارکي ورکړه او مننه یې ترې وکړه چې د ژمي په یخو ورځو کې خپل ورځني کارونه په صادقانه ډول ترسره کوي.

کارمندانو د پوهنتون له رهبرۍ خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه چې په وخت د دوی غوښتنو ته رسیدګي کوي.

په دغو ژمنیو توکو ټولټال (١٧٦٠٠٠) افغانۍ لګښت راغلی وو، چې په کې د هر کارمند لپاره د ( ۳۵۰۰ ) افغانیو په ارزښت یوه جوړه کالي، يوه جوړه بوټونه، يوه کورتۍ، دستکش او جرابي شامل وو.

دغه د توزیع پروسه د خدماتي کارمندانو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره شوه، ترڅو هغوی د ژمي په سړه هوا کې له مناسبو امکاناتو څخه برخمن شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS