غزني پوهنتون کې د مسؤلینو او استادانو له لوري د نوي جوړ شوي ماسټر پلان اړوند تشریح، وروستیو نظریاتو شریکولو او تائید په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۹
gm

یاده ناسته چې د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود. د ناستې موخه د پوهنتون د نوې طرحې شوې ودانیزې نقشې هر اړخیزه څیړنه او د استادانو وروستي نظریات راټولول وو، تر څو د پوهنتون د راتلونکي پرمختیایي پروګرامونو تطبیق په لا ښه ډول ترسره شي.
د غونډې ګډونوالو ته د پلان اړوند توضیحات د تخنیکي ټیم لخوا وړاندې شول او برخوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او اصلاحات په تفصیل سره شریک کړل. د ناستې ګډونوالو د پلان ستاینه وکړه او هغه یې د پوهنتون د روښانه راتلونکي لپاره مهم ګام وباله.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د استادانو او مسؤلینو ټول وړاندیزونه او نظریات به په پلان کې د تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره مدغم شي او د اړوندې ادارې سره به د نهایی تائید لپاره شریک شي.

غزني پوهنتون رهبري ژمنه وکړه چې د کیفیت لوړونې، معیاري سیستم جوړونې او عصري خدماتو د رامنځته کولو په برخه کې به هڅې دوام ولري تر څو د هېواد ځوانانو ته د لوړو زده کړو وړ او مناسب چاپېریال برابر شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۷:۱۳
Background image

د غزني ولایت والي، د غزني پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلینو یوې پراخې غونډې ته د وینا ترڅنګ په پوهنتون کې له روانو زېربنايې پرژو څخه هم لیدنه ترسره کړه.

د غزني ولایت والي، الحاج ملا عبدالصمد جاوید د غزني پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلینو سره په یوې پراخې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه چې د پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ او د  استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ا.ا.ا د رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او د وزارت مقام د رهبري پرېکړو د غوره تطبیق په موخه د پوهنځیو د ارزونې لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لورې د ا.ا.ا د رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شوراګانو د پرېکړو د غوره تطبیق په موخه د پوهنځیو د ارزونې لړۍ پیل. . .

BACK TO NEWS