غزني پوهنتون کې د مسؤلینو او استادانو له لوري د نوي جوړ شوي ماسټر پلان اړوند تشریح، وروستیو نظریاتو شریکولو او تائید په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته چې د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود. د ناستې موخه د پوهنتون د نوې طرحې شوې ودانیزې نقشې هر اړخیزه څیړنه او د استادانو وروستي نظریات راټولول وو، تر څو د پوهنتون د راتلونکي پرمختیایي پروګرامونو تطبیق په لا ښه ډول ترسره شي.
د غونډې ګډونوالو ته د پلان اړوند توضیحات د تخنیکي ټیم لخوا وړاندې شول او برخوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او اصلاحات په تفصیل سره شریک کړل. د ناستې ګډونوالو د پلان ستاینه وکړه او هغه یې د پوهنتون د روښانه راتلونکي لپاره مهم ګام وباله.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د استادانو او مسؤلینو ټول وړاندیزونه او نظریات به په پلان کې د تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره مدغم شي او د اړوندې ادارې سره به د نهایی تائید لپاره شریک شي.
غزني پوهنتون رهبري ژمنه وکړه چې د کیفیت لوړونې، معیاري سیستم جوړونې او عصري خدماتو د رامنځته کولو په برخه کې به هڅې دوام ولري تر څو د هېواد ځوانانو ته د لوړو زده کړو وړ او مناسب چاپېریال برابر شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
