غزني پوهنتون کې د ا.ا.ا د رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او د وزارت مقام د رهبري پرېکړو د غوره تطبیق په موخه د پوهنځیو د ارزونې لړۍ پیل شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۷
hi

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لورې د ا.ا.ا د رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شوراګانو د پرېکړو د غوره تطبیق په موخه د پوهنځیو د ارزونې لړۍ پیل شوه.
یاده ارزونه د یاد معاونیت د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د اداري او علمي چارو د لا ښه والي، د سپارل شویو لارښوونو، فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او رهبري پریکړو د مؤثر عملي کېدو په هدف ترسره کېږي.
په ورته مهال مولوي صاحب حمزه وویل، چې د دې بهیر له لارې د پوهنځیو کړنې په اړوند برخه کې د ترتیب شوي چک لیست په اساس ارزول کیږي، څو د راغلو فرمانونو، حکمونو، مصؤباتو او د وزارت مقام د رهبري پریکړو د غوره او پر وخت تطبیق څخه اطمینان حاصل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۱۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۷ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS