د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.
تېره ورځ د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې د څلورم ټولګي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.
د یاد علمي سیر په ترڅ کې محصلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند له تاریخي موزیم او بېلابېلو فرهنګي برخو څخه لیدنه وکړه؛ او همداراز يې د تاریخي آثارو، فرهنګي میراثونو او د یاد ولایت د تاریخي ځایونو او آبداتو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د دې علمي سیر اساسي موخه دا وه چې محصلین د نظري زده کړو ترڅنګ له عملي واقعیتونو سره بلد شي؛ او د یاد ولایت له تاریخي او فرهنګي شتمنیو څخه له نیږدې پېژندنه ترلاسه کړي او د خپلې مسلکي پوهې کچه لوړه کړي.
محصلینو د یاد علمي سیر څخه خوښي څرګنده کړه او دا ډول پروګرامونه یې د خپلو زده کړو لپاره ګټور وبلل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: يکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٥ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٣ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٢مه
