د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
Sun, Apr 12 2026 11:43 AM
xd

تېره ورځ د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې د څلورم ټولګي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.
د یاد علمي سیر په ترڅ کې محصلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند له تاریخي موزیم او بېلابېلو فرهنګي برخو څخه لیدنه وکړه؛ او همداراز يې د تاریخي آثارو، فرهنګي میراثونو او د یاد ولایت د تاریخي ځایونو او آبداتو  په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د دې علمي سیر اساسي موخه دا وه چې محصلین د نظري زده ‌کړو ترڅنګ له عملي واقعیتونو سره بلد شي؛ او د یاد ولایت له تاریخي او فرهنګي شتمنیو څخه له نیږدې پېژندنه ترلاسه کړي او د خپلې مسلکي پوهې کچه لوړه کړي.
محصلینو د یاد علمي سیر څخه خوښي څرګنده کړه او دا ډول پروګرامونه یې د خپلو زده‌ کړو لپاره ګټور وبلل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: يکشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٥ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٣ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٢مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS