غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې سره د آشنایي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۴
dr

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې پروسې د پېژندنې او عملي پلي کېدو په موخه یو ورځنی معلوماتی سمینار ترسره شو. دغه سمینار د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا تنظیم او وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړي وو. 
د سمینار پیل د قرآن کريم په مبارکو آیتونو سره وشو. وروسته د تضمین کیفیت آمریت مسؤلینو د دوره یی بیاکتنې مفهوم، اړتیا، موخې، پړاوونه او ارزونې معیارونه په تفصیل سره تشریح کړل. او زياته یې کړه چې دوره یی بیاکتنه د پوهنتون د تدریس، څېړنې، اداري خدمتونو او ټولنیزو فعالیتونو د معیاري کولو لپاره یو مهم میکانیزم دی.
ګډونوالو ته د موضوع د ښې روښانتیا لپاره بیلابیل مثالونه او کړنلارې وړاندې شول. ګډونوالو د بحث په برخه کې خپلې پوښتنې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې د سمینار د لا ښه پلي کېدو لپاره ګټور ثابت شول.
د پوهنتون علمي چارو مرستیال هم د تضمین کیفیت آمریت دا نوښت وستایلو او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول روزنیز سیمینارونه د پوهنتون د کیفیت د پیاوړتیا او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په لاره کې مهم رول لوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۷ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS