غزني پوهنتون په لیلیه کې مېشت محصلینو ته د یووالي، ورورولۍ او یو بل ته د متقابل احترام تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون په لیلیه کې مېشت یو شمېر زده کړیالانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او یو بل ته د متقابل احترام د ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه ښوونیز سیمینار ترسره شو. دغه سمینار د محصلانو چارو د مرستیال مفتي عزت الله نوري له لوري وړاندي شو. چې پر مهال یې محصلینو ته د یووالي، ورورولۍ او متقابل احترام اړوند هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل، او زیاته یې کړه چې محصلین د هېواد د راتلونکي رهبران دي؛ که دوی په یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي باور ولري، راتلونکې به مو روښانه وي.
دغه ښوونیز سمینار د یو مثبت ګام په توګه وستایل شو چې د محصلینو د ذهني روزنې او ټولنیز مسؤلیت احساس په لوړولو کې به مرسته وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه، ۲۱، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۲، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش