د غزني پوهنتون عمومي رئیس او مل پلاوي د غزني ولایت له نوي والي سره، معرفتي او مشورتي ناسته وکړه. او د پوهنتون لاسته راوړني یې ورسره شریکي کړې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۱:۴۰

نېټه:ورځ

سه شنبه، ۲۲ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

۴ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

۲۴ ډسمبر ۲۰۲۴ م

تېره ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، مرستیالانو او استادانو، د غزني ولایت له نوي والي الحاج مولوي عبدالصمد جاوید سره معرفتي او مشورتي ناسته ترسره او د پوهنتون په لاسته راوړنو او په دې برخه کې يې د شته ستونزو په لمنځه وړلو اړوند یې ورسره خبري اتري وکړې. او له والي صاحب څخه یې په علمي برخه کې د هر ډول همکارۍ او شته ستونزو د حل غوښتنه یې ورڅخه وکړه.

د غزني والي صاحب د پوهنتون مشرتابه او مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون رهبري وستایله او څرګنده یې کړه چې په پوهنتون کې د مجاهد، عالم، مسلکي او متعهدې رهبرۍ شتون د لا پرمختګ لپاره لوی فرصت دی. نوموړي د پوهنتون له مشرتابه سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې د غزني ولایت مقام رهبري او اړوند ریاستونه به له یاد پوهنتون سره په هره برخه کې هر اړخیزي همکاري کوي.

وروسته د غزني پوهنتون رئیس ښاغلي منصور د پوهنتون له طرفه ولایت مقام ته په ټولو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. او ویې ویل چې د پوهنتون علمي کادر او ټول مسؤلین د اسلامي نظام په چوپړ کې دي او په هر برخه کې به له ولایت مقام او اړوندو ریاستونو سره بشپړي همکاري ته چمتو دي.

ورپسې د غزني ولایت والي ښاغلي جاوید او ورسره پلاوي د غزني پوهنتون ته سفر ترسره کړ. او د پوهنتون له ټولو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS