غزني پوهنتون کې د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي لوړولو او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په موخه د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي پیاوړتیا او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په اړه د «مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو پېژندنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار وړاندې شو.
په دغه سمینار کې محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا پر پېژندنه، ډولونو، مفهوم، اهمیت، بېلابېلو وسایلو، عملي کارونې او د علمي، څېړنیزو او ورځنیو چارو په برخه کې د دغې ټکنالوژۍ د اغېزمنې استفادې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د یاد سمینار موخه د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهې لوړول، د نوې ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د هغوی بلدتیا او د زدهکړو او څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې کارونې دودول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۶/۰۶ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۷م
۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۷م
