پوهنتون ریاست

 

غزنی پوهنتون ریس پیغام .

الحمدالله رب العلمین و العاقبة للمتقین و الصلاة و السلام علی اشرف المرسلین سیدنا محمد و علی آله و اصحابه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. و بعد،

غزني پوهنتون د یوه غوره علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه په ۲۰۰۸م کال  د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې په کار پیل کړی دی.

دغه پوهنتون د درسي کچې د لوړولو او د افغانستان د پرمختیا او انکشاف په لاره کې د فعالې برخې اخیستنې په موخه د علمي خدمتونو د وړاندې کولو، په بېلابېلو پوهنیزو څانګو کې د څېړنو د ایجاد او ترسره کولو او د هېواد د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو لپاره د نویو تحقیقي حل لارو د وړاندې کولو په برخه کې پوره ژمنتیا لري.

په پام کې ده، چې غزني پوهنتون به په نږدې راتلونکې کې د معیاري تدریس او نویو څېړنو په ترسره کولو کې غوره ځای ته رسېږي. په دې اساس غزني پوهنتون د خپلو دغو ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړو لپاره د ملي او بین المللي، علمي او غیرعلمي سازمانونو د هر ډول مرستې او ملاتړ هرکلی کوي.

دغزني پوهنتون درييس ژوند ليك