د غزني پوهنتون لیدلوری او ماموریت:
لیدلوری
غزني پوهنتون هڅه کوي چې د تدريس، څېړنې او معیاري خدماتو له لارې، د نافذه قوانینو، ملي ارزښتونو، او د بازار له غوښتنو سره سم، په ملي کچه يو معتبر تحصيلي بنسټ وپېژندل شي.
ماموریت
غزني پوهنتون د هېواد په کچه یو علمي بنسټ دی چې د خپلو شتو امکاناتو او فرصتونو په پام کې نیولو سره، د ملي اړتیاو پر بنسټ، مسلکي کادرونه روزي او د انساني منابعو وړتیاوې برابرې کړي.