غزني پوهنتون کې دری ورځنی دیني او اصلاحي سمینار د اتفاق او اتحاد اهمیت او د تعصب زیانونه د موضوعاتو په تشریح سره پای ته ورسېد.

gu_user1
Sat, Jan 17 2026 2:23 PM
cb

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي هدایت په اساس د دعوت او ارشاد آمریت له لوري پیل شوی درځنی دیني او اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسید.
په دغه دری ورځني دیني او اصلاحي سمینار کې د غزني پوهنتون د رهبري مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو ترڅنګ د خاتم النبیین او مسلم خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو. چي پرمهال د لومړۍ او دوهمې ورځي په څېر نن ورځ هم ټاکل شوي څلور موضوعات د بېلابیلو شیوکرامو له لوري وړاندې شول، چې لومړۍ موضوع د مسؤلیت احساس، امانتداري او د خیانت مذمت د مولوي صاحب عبدالغفور له لوري او دوهمه موضوع د استاد مقام او د محصلینو او نظام پر وړاندې یې مسؤلیت د مفتي صاحب فدامحمد له لوري او دریمه موضوع د جهاد فضائل او اهمیت او د مسمانانو د ضعف اسباب د مولوي صاحب محمد حیدر حمزه؛ او څلورمه موضوع د اتفاق او اتحاد اهمیت او د تعصب زیانونه د مولوي صاحب قدرت الله منصور له لوري وړاندې شول.
د سمینار په بریالي پای ته رسېدو سره د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډونوالو او شیوخو کرامو څخه یې د فعاله ګډون مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد دری ورځني دیني او اصلاحي سمینار ډیر ډیر مؤثر او هره موضوع یې د انتخاب شوو علماوو او شیوکرامو له لوري په منظم ډول تشریح شوه.
سمینار په دعای خیر سره پای ته ورسید.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS