غزني پوهنتون کې محصلینو ته د دیني او عقیدوي پوهي د پیاوړتیا په موخه د قرآنکریم د ژباړې او اصلاحي درسونو د تدریس لړۍ پیل شوه.

gu_user1
Sun, Apr 05 2026 2:33 PM
ui


غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په لیلیه کې مېشتو محصلینو ته د دیني او عقیدوي پوهي د پیاوړتیا په موخه د قرآنکریم د ژباړې او اصلاحي درسونو د تدریس لړۍ پیل شوه.
د دغو درسونو د پیل پرمهال د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل وویل چې دغه درسي پروګرام يې د تېري اونۍ د شنبې پر ورځ پیل کړ چې پرمهال يې محصلینو ته د سهار له لمانځه وروسته د اونۍ په دریو ورځو کې د قرآنکريم ژباړه او دریو نورو ورځو کې ورته د ټاکل شوي نصاب تدریس ترسره کیږي.
بلخوا یو شمېر محصلینو هم د یادو درسونو د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول پروګرامونه د دوی د فکري ودې او اخلاقي سمون لپاره ګټور دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ١٨ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٥ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS