غزني پوهنتون کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق کمېټې ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پريکړې ترسره شوې.

gu_user1
Tue, Dec 02 2025 2:23 PM
dr

غزني پوهنتون کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق کمېټې غونډه، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، په مشرۍ؛ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. 
د ناستې پیل د قرآن پاک د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې شیخ صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د شریعت د اصولو د تطبیق اهمیت روښانه کړ. نوموړي وویل چې پوهنتون د ټولنې د راتلونکي نسل د جوړولو مهم مرکز دی، او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق د محصلینو په سالمه روزنه کې اساسي رول لري.

وروسته له نوي اجنډا سره سم، د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د صورت او سيرت په اصلاح، د محصلینو پنځه وخته په جماعت سره د لمانځه، او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو ښه تطبیق ترڅنګ په یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمي پریکړې تر سره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه ، ۱۱ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۱ قوس۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS