غزني پوهنتون کې په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۱۱
ax

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لوري په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه. دغه ارزونه د پوهنتون د تدریسي معیارونو او د محصلینو د تعلیمي پرمختګ د څارلو موخه ترسره کیږي.
یاده ارزونه د علمي د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه او ورسره مل پلاوې له لوري د ترتیب شوي چیک لیست په اساس ترسره کيږي.
چې له مخي به يې د پوهنتون ټولي پوهنځۍ وارزول شي. 
د یادې ارزونې د پیل سره سم نن ورځ د کرنې پوهنځي په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې کړنې چې پکي د تدریس کیفیت، د تحقیق فعالیتونه، د استادانو وړتیاوې او کړنې، د محصلینو د زده کړو پرمختګ او همدارنګه د اداري چارو پروسې شاملې دي وارزول شوې. دغه ارزونه به د پوهنتون د راتلونکې پراختیا او د پوهې تولید په برخه کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.

د ارزونې د پروسې تر بشپړیدو وروسته به د علمي چارو معاونیت له لوري د ارزونې پایلې او فیډبک به له ټولو پوهنځیو سره شریک شي ترڅو په راتلونکې کال په ګوته شویو ستونزو ته متوجه شي او د حل په برخه کې یې لازمې کړنې ترسره کړي.

باید وویل شي چې د علمي، تحقیقي او اداري برخو ارزونه به د پوهنتون د لا نورو پرمختګونو او د لوړو معیارونو د ترلاسه کولو لامل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ١٨ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٦ مه
۲۰۲۶م، مارچ ٧ مه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لوري په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه. دغه ارزونه د پوهنتون د تدریسي معیارونو او د محصلینو د تعلیمي پرمختګ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۲۸
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو د پسرلني د درسونو د پیل سره سم د درسي بهیر د منظم والي په موخه له صنفونو څخه لیدنه ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس او د څانګو آمرینو د پسرلني سمیستر د درسي بهیر د پیل سره سم د یاد پوهنځي له بېلابېلو درسي صنفونو څخه د ستونزو د مخنیوي په موخه لیدنه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د پسرلنی سمیستر د درسونو د پیل سره سم محصلینو ته د ښه راغلاست او هرکلي غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پسرلني سمیستر د درسونو د پیل سره سم، محصلینو ته د ښه راغلاست او هرکلي په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د پوهنتون عمومي. . .

BACK TO NEWS