غزني پوهنتون کې په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه.

gu_user1
Sat, Mar 07 2026 3:11 PM
ax

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لوري په درسي، تحقیقاتي او اداري برخو کې د ټولو پوهنځیو کلنۍ ارزونه پیل شوه. دغه ارزونه د پوهنتون د تدریسي معیارونو او د محصلینو د تعلیمي پرمختګ د څارلو موخه ترسره کیږي.
یاده ارزونه د علمي د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه او ورسره مل پلاوې له لوري د ترتیب شوي چیک لیست په اساس ترسره کيږي.
چې له مخي به يې د پوهنتون ټولي پوهنځۍ وارزول شي. 
د یادې ارزونې د پیل سره سم نن ورځ د کرنې پوهنځي په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې کړنې چې پکي د تدریس کیفیت، د تحقیق فعالیتونه، د استادانو وړتیاوې او کړنې، د محصلینو د زده کړو پرمختګ او همدارنګه د اداري چارو پروسې شاملې دي وارزول شوې. دغه ارزونه به د پوهنتون د راتلونکې پراختیا او د پوهې تولید په برخه کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.

د ارزونې د پروسې تر بشپړیدو وروسته به د علمي چارو معاونیت له لوري د ارزونې پایلې او فیډبک به له ټولو پوهنځیو سره شریک شي ترڅو په راتلونکې کال په ګوته شویو ستونزو ته متوجه شي او د حل په برخه کې یې لازمې کړنې ترسره کړي.

باید وویل شي چې د علمي، تحقیقي او اداري برخو ارزونه به د پوهنتون د لا نورو پرمختګونو او د لوړو معیارونو د ترلاسه کولو لامل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ١٨ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٦ مه
۲۰۲۶م، مارچ ٧ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS