غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د معلوماتي ټکنالوژۍ د دری کلن پراختیایې پلان د تائیدي ترڅنګ په یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې
غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه؛ چې پکې معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو او د دغي شورا ټولو غړو ګډون کړی وو.
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې ښاغلي حمزه ګډونوالو ته د ښه رغلاست تر څنګ د دوی د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د علمي شورا پرېکړې د پوهنتون د بنسټیز او علمي پرمختګ لپاره زیات اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې غزني پوهنتون د عصري معیارونو پر لور روان دی او دا بهیر د ټولو کارکوونکو ګډو هڅو ته اړتیا لري. وروسته یې د تېري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وکړه او د عملي کیدو څخه یې ډاډ تر لاسه کړ.
دارنګه د نوي اجنډا مطابق یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د درې کلن پراختیايي پلان مسودې تائیدي، د څو پوهنتونونو او د یاد پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو استادانو د علمي ترفیعاتو دوسیو تائیدي، د محصلینو د ستونزو د حل لارو، او علمي چارو د ښه تنظیم او یو لړ متفرقه موضوعاتو هم خبرې وشوې او په اړوند یې لازمې پرېکړې ترسره شوې.
ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
