غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د معلوماتي ټکنالوژۍ د دری کلن پراختیایې پلان د تائیدي ترڅنګ په یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې

gu_user1
Mon, Nov 24 2025 1:25 PM
xz

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه؛ چې پکې معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو او د دغي شورا ټولو غړو ګډون کړی وو. 
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې ښاغلي حمزه ګډونوالو ته د ښه رغلاست تر څنګ د دوی د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د علمي شورا پرېکړې د پوهنتون د بنسټیز او علمي  پرمختګ لپاره زیات اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې غزني پوهنتون د عصري معیارونو پر لور روان دی او دا بهیر د ټولو کارکوونکو ګډو هڅو ته اړتیا لري. وروسته یې د تېري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وکړه او د عملي کیدو څخه یې ډاډ تر لاسه کړ.

دارنګه د نوي اجنډا مطابق یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د درې کلن پراختیايي پلان مسودې تائیدي، د څو پوهنتونونو او د یاد پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو استادانو د علمي ترفیعاتو دوسیو تائیدي، د محصلینو د ستونزو د حل لارو، او علمي چارو د ښه تنظیم او یو لړ متفرقه موضوعاتو هم خبرې وشوې او په اړوند یې لازمې پرېکړې ترسره شوې.
ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS