غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټي، حکم او د تعصب زیانونو اړوند علمي او دیني سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Jun 09 2026 2:24 PM
xs

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د “شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټې، شرعي حکم او د تعصب زیانونه” تر سرلیک لاندې علمي او دیني سمینار ترسره شو.
په یاد سمینار کې استادانو، اداري منسوبینو او خدماتي کارکوونکو پراخ ګډون کړی و. چې لومړۍ برخه يې د تعصب زیانونه، د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذولهادي له لوري  وړاندې شوه په ورته مهال شیخ صاحب د تعصب پېژندنه او زیانونه یې د نبوي احادیثو په ذکر کولو سره روښانه کړل؛ او د تعصب، قومي او سمتي اختلافاتو زیانونو ته په اشارې سره یې وویل چې تعصب د ټولنې یووالي، ورورولۍ او پرمختګ ته جدي زیان رسوي او اسلامي لارښوونې د اتفاق، اخوت او متقابل احترام درس ورکوي، نو استادان دي خپل محصلین په اسلامي روحیه سمبال وروزي. 
دارنګه د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د حضرت نبي کریم ( ص ) پر ژوندانه، لباس، د هغه مبارکې قیافې او د اسلامي شریعت له نظره د شرعي لباس پر اهمیت، د مسلمان د شخصیت په جوړونه کې د اسلامي حلې پر رول او د ټولنې په اخلاقي او معنوي اصلاح کې د هغې پر اغېزو خبرې وکړې. او څرګنده یې کړه چې اسلامي حله د مسلمان د هویت څرګندونه کوي او د ټولنې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا سبب ګرځي. 
باید وویل شي چې د دعوت او ارشاد آمریت د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته دومداره اصلاحي برنامې او د نصاب درسونه ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
سه شنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۳هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۹هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۹م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS