شرعیات پوهنحی د ریس ژوندلیک

                                                                                             شرعیاتو پوهنځي د ر‍ئیس ژون‍د لیک

     پوهنیار محمد نعیم حکیمي د عبدالحکیم زوی په ۱۳۶۴هـ ش کال کې د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالی آدینه کلي کې په یوه علم پروره کورنۍ کې زیږېدلی دی؛ خپلې ابتدائي زده کړې یې د خدای نظرخان په مکتب کې ترسره کړې، چې د دې ترڅنګ یې د مسجد له ملا امام څخه هم د دیني زده کړو بهیر تعقیب او متوسطه او لېسه دوره یې بیا د غازي محمد جان خان په عالي لېسه کې ترسره کړې دي. نوموړی د کانکور امتحان له ورکولو څخه وروسته په ۱۳۸۴هـ ش د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې ته بریالی شو، چې د پوهنتون سره سم یې د متون په دیني مدرسه کې دیني درسونه هم تعقیب کړي دي، بالاخره په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقه او قانون څانګې  څخه فراغت حاصل کړ.

     حکیمی په ۱۳۸۸هـ ش کال یې په شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی کې د قراردادي استاد په صفت دنده پیل کړه؛ په۱۳۸۹هـ ش کال کې د آزاد رقابت له لارې د یاد پوهنتون شرعیاتو پوهنځی کې د رسمي استاد په حیث پیل کړه او په ۱۳۹۲کې رسما د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ته تبدیل شو. حکیمی غزني پوهنتون ته له تبدیلی څخه وروسته، د پوهنځی د نوی ایجاد په موخه د یادې پوهنځی سرپرست وټاکل شو.

     حکیمي په ۱۳۹۳هـ ش کال کې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ماستری پروګرام ته لاره ومونده او په  ۱۳۹۴ کال کې یې د تفسیر او حدیث دیپارتمنت څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۳۹۷ کال کې د دوهم ځل لپاره د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د رئيس په حیث وټاکل شو.

     حکیمي د پوهنځی ریاست او تدریس ترڅنګ، د پوهنتون او پوهنځی په سطح کمېټو غړیتوب هم لري چې په لاندې ډول دي: د تفاهم نامو د لاسلیک کمېټه، آمرینو د انتخاب کمېټه، د امتحاناتو کمېته، د علمي تحقیقاتو کمېټه، د تضمین او کیفیت کمېټه او درسي نصاب کمېټه. نوموړی د افغانستان د پوهنتونو په سطح د نصاب د بیاکتنې سیمینار تجربه هم په خپل بګرونډ کې لري.

     حکیمي د تمثیلي محکمو په مسابقاتو کې د خپلو څلوروتنو همکار محصلینو په ګډون د غزني پوهنتون په نمایندګۍ، چې د افغانستان د پوهنتونو په سطحه د لیسپا په مرسته په لاره اچول شوې وې لومړی مقام ترلاسه کړ. نوموړی په نوروسیمینارو لکه د محیط زیست نړیواله ورځ، د افغانستان د آزادۍ د سلمې کلیزې لمانځل او... نورو کې د ګډون تجربه هم په خپل بګرونډ کې لري.

د ژبو سره بلدتیا

     حیکمي پښتو ژبې سربیره چې مورنۍ ژبه یې ده، د فارسی، عربی او انګلیسي ژبو سره هم بلدتیا لري. 

آثار او لیکنې:

۱: زنا او د هغې شرعي احکام د اسلام له نظره ۲: وصیت او د هغې شرعي احکام د اسلام له نظره۳: مېلمستیا او د هغې شرعي احکام د قرآن کریم او نبوي احادیثو له نظره.