شرعیات پوهنځی

بسم الله الرحمن الرحیم

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د رئيس پیغام

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځی هڅه کوي ترڅو خپل محصلان د یو بریالي او له هره اړخه غني، پرمختللې او روښانه آینده لپاره و روزي، داپوهنځی د فقه او قانون او تعلیمات اسلامي په برخو کې خدمات وړاندې کو. دې پوهنځی کې د زده کړو قصد او دې ته راتلل د یوې ښې راتلونکې تضمین کوونکې ده او په یقیني توګه سره به ستاسو وړتیا او توانایی ته زمینه برابره وي. په دې پوهنځی کې به تاسو زمونږ له استادانو چې په مختلفو برخو کې په ملي سطحه  متخصصین، مشاورین او تجربه لرونکي دي لارښوونې ترلاسه کړئ. زمونږ استادان په علمي تجاربو استوار او د علم په ګاڼه سنبال دي چې د خپلو زده کړیالنو سره یې شریکوي او په قضایي برخه کې د اوسنیو او راتلونکو شته ستونزو په هکله ورته معلومات ورکوي او د حل لارې یې ورته په ګوته کوي.

دا یو منل شوی حقیقت دی چې یوازې علمي او دوامداره پرمختګ کولای شي چې شته ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي، په همدې موخه مونږ په دوامداره توګه د شرعیاتو پوهنځي ورځنیو معیارونو ته په پام  کی نیولو سره مواد تدریس او برابرو. دا پوهنځي د زده کړیالانو سره د معیاري تدریس، مهارت لوړونې، تجروبو شریکولو او مسؤلیت منلو په برخه کې مرسته کوي،ترڅو د دوی لپاره د راتلونکي ژوند لپاره یو ښه تضمین کوونکی سرمشق او تګ لاره وګرځي.

په کوم چاپیریال کې چې تاسو زده کړې کوئ ستاسو د چټک پرمختګ  لپاره ضمینه برابروي او ستاسو د ارادو تمثیل کوونکی دی، د قضائي او حقوقي کارونو پرمخ بیولو کې ستاسو نظریاتو ته وده ورکوي او پیاوړي کوي یې. له همدې امله ویلای شو چې ښه چاپیریال د یوه پرمخ تللي پروګرام د تطبیق لپاره ضمینه برابروي ترڅو هرڅوک وکولای شي چې خپلو ټاکلو اهدافو ته ورسېږي او د ژوند راتلونکې شېبې یې له خوښو او کامیابیو ډکې و اوسي. مونږ تل د ښه کیفیت لپاره هڅه کوو چې په پایله کې به زمونږ زده کړ یالان د یو ښه راتلونکي لرونکي وي.

 

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځی پېژندنه

اهداف: د شرعیاتو پوهنځی هم د نوروعلمي نهادونو په څېر، مشخص اهداف لري، چې په لاندې ډول دي:

  1.  د دیني فنونو او افغانستان نافذه قوانینو ذده کړه.

  2. د افغانستان لپاره په عدلي او قضائي برخو کې د تجربه لرونکو کادرونو روزل.

  3. په قانون باندې د عمل کولو روحیه ژوندي کول.

  4. د اسلامي قوانینو په رڼا کې په قضائي، جنایی او حقوقي برخو کې تحلیل او تحقیق کول.

  5. عدالت تأمین او د فساد جرړې ختمول.

  6. د ملک او سیمې په سطحه د اسلامي شریعت خلاف رسمونه او رواجونه له منځه وړل.

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

له ۱۳۷۸ هـ ش کال وروسته چې دولت د ښوونې او روزنې او زراعت پوهنځی د پوهنتون په نامه ایجاد کړې، نو په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې یې د اکاډمیکو معیارونو سره سم د پوهنتون په چوکاټ کې د شرعیاتو پوهنځی ایجاد او په همدې منظور د غزني دین پروره خلک او د یاد پوهنتون پخوانۍ رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش مؤ ظف شول ترڅو د یادې پوهنځۍ رسمي افتتاح لپاره کار پیل کړي چې د هغو د کوششونو په نتیجه کې یې د رسمي افتتاح لپاره ضمینه برابره شوه د ۱۳۹۲ هـ ش کال شروع سره سم د اسلامي عالي تعلیماتو د اولین مرکز او پوهنتون دریمې پوهنځۍ په حیث د دوو دیپارتمنتونو ۱- فقه او قانون او ۲- تعلیمات اسلامي په برخه کې د ۲ د دو تنو استادانو هریو پوهنیار حمیدالله عمري او پوهنیار وحیدالله عزام او ۱۹۸ تنو محصلینو په درلودلو سره د پوهنیار محمد نعیم حکیمي په سرپرستی پر فعالیت پیل وکړ او د تدریسي بهیر اداري چارې یې د محترم شاکر احمد آزاد زوی په مرسته له ابتداء څخه بیا ترننه  پرمخ بیول کیدلې او په ‍۱۳۹۳ هـ ش کال کې یې ۶ شپږ تنه نور استادان لکه هریو پوهنیار سید آصف هاشمي، پوهنیار ارسلاح ظفري، پوهنیار عین الله کریمي، پوهنیار سید صبغت الله ابراهیمي، پوهنیار رحمت الله حیدري، او پوهیالی احسان الله  شهامت هم جزب کړل او په ۱۳۹۳ کال کې یې د پخواني رییس کابل پوهنتون ته د ماسترۍ اخیستلو په موخه له  تګ څخه وروسته  پوهنیار وحیدالله عزام د سرپرست په توګه وټاکل شو همدارنګه په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې یې بل استاد پوهنیار عبدالله زبیر هم د ثقافت په برخه کې جزب کړ او په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې یوځل بیا پوهنیار محمد نعیم حکیمي د یادې پوهنځۍ د رسمي رئیس په حیث وټاکل شو چې  اوس مهال یاده پوهنځي لس استادان، عمومي تدریسي مدیر، اجرائیه مدیراو (۳۱۷ ) تنه ذکور او ( ۵۴ ) تنه اناث  چې جمله (۳۷۱ ) تنه کېږي محصلین لري.

 

 

 

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو او اداري کارمندانو لنډ شهرت:

نوم 

د پلارنوم

تخلص

تاریخ تقرر

موقف

څانګه

حمید الله

فضل عمر

عمري

۱۳۹۲/۳/۲۰

د فقه او قانون څانګې آمر

فقه او قانون

سید آصف

سید حضرت شاه

هاشمي

۱۳۹۳/۳/۶

استاد

فقه او قانون

ارسلاح

محمد علي

ظفري

۱۳۹۳/۳/۶

استاد

فقه او قانون

عین الله

عبدالکریم

کریمي

۱۳۹۳/۳/۲

استاد

فقه او قانون

وحیدالله

مولوي عبدالله

عزام

۱۳۹۲/۱/۲۰

د تعلمات اسلامي آمر

تعلیمات اسلامي

رحمت الله

غلام حیدر

حیدري

۱۳۹۲/۲/۲۰

استاد

تعلیمات اسلامي

سید صبغت الله

سید محمد ابراهیم

ابراهیمي

۱۳۹۲/۲/۲۰

استاد

تعلمیات اسلامي

احسان الله

محمد هادي

شهامت

۱۳۹۳/۲/۱۳

استاد

ثقافت اسلامي

زبیر

عبدالاحد

عبدالله

۱۳۹۷/۸/۱

استاد

ثقافت اسلامي

شاکر احمد

فدامحمد

آزاد زوی

۱۳۹۲/۱۲/۹

عمومي تدریسی مدیر

 

مصطفی

محمدامین

هوتکیار

۱۳۹۵/۹/۳۰

اجرائیه مدیر

 

محمد نعیم

عبدالحکیم

حکیمي

۲۰/۳/۱۳۸۹

د پوهنځۍ رییس

فقه او قانون

 

 

د یادونې وړ ده چې د شرعیاتو پوهنځی په ( ۱۳۹۵)هـ ش کال کې و توانېده چې د وزارت عدلیې څخه د کلینیک حقوقي جواز تر لاسه کړي، چې په یاد کال کې یې د ( ۳۳) نفرو په حدودو کې فارغین درلودل چې له دې جملې څخه یې (۹)نفر ذکور د اصول محاکماتو په برخه کې او (۱۱) نفر یې د ستاژ قضایي او باقي (۱۳) نفر یې د(جندر) یا اناث طبقه محصلین وو چې هغوی هم د ستاژ قضایي په برخه کې خپله عملي درسي دوره بشپړه او جامعې ته د خدمت لپاره وړاندې شول او له نیکه مرغه یاد کلینیک په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې یو ځل بیا د استادانو د زیار اوکوښښ په نتیجه کې په کار پیل وکړ او د استادانو د هکاریو په مټ د شرعیاتو پوهنځۍ و توانیده چې د دوهم ځل لپاره په علمي اوعملي ګاڼه سنبال ځوانان جامعې ته وړاندې کړي چې داځل یې نه یواځې دا چې د غزني دولتي پوهنتون شرعیاتو پوهنځۍ مربوط محصیلین  و روزل بلکې د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون شرعیاتو پوهنځۍ محصلینو هم په پراخه توګه ونډه پکې واخیسته او ډېر شمېر محصلین یې جامعې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل چې د غزني پوهنتون شرعاتو پوهنځۍ یې د ( ۲۶ ) تنو پکې ونډه درلوده، چې (۱۴) تنه یې ذکور او (۱۲) تنه یې اناث و چې په ټوله کې یې د (۵۹) تنه مسلکي په عملي تجربه سنبال او په کارپوه کادرونه جامعې ته وړاندې کړل، او دوه میاشتني تحصیلي سندونه یې تر لاسه کړل، ځای لري چې په دې برخه کې د لیسپا مؤسسې څخه مننه وکړم چې زمونږ سره یي د کلینیک حقوقي د قوانینو د غني کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

خوشبختانه د پوهنځۍ ټول استادانو د ماسترۍ ترکچې زده کړې لري یواځې یو تن(استاد احسان الله شهامت ) یې اوس مهال په د ننګرهار په پوهنتون ته د ماسترۍ او یو تن (استاد ارسلاح ظفري ) یې هم د تورکیې هېواد ته د دوکتورا اخیستلو په موخه تللی دی.

دا پوهنځي چې د اسلامي تمدن د پایتخت غزني ستون فقرات بلل کېږي تر دې مهاله ځانګړی بلاک نلري، چې د یادو څانګو لپاره د فقه او قانون په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له طریقه د مدارسو څخه فارغ شوي متعلمین او د تعلیمات اسلامي په برخه کې د مکاتبو څخه فارغ شوي ذکور او اناث محصلان د کانکور آزموینې په نتیجه کې د لوړو زده کړو د محترم وزارت له خوا معرفي کېږي.

د یادولو وړ ده چې د یادې پوهنځۍ استادان د پوهنځۍ د مضامینو ترڅنګ د پوهنتو په کچه د ثقافت مضامینو د تدریس دنده هم پر غاړه لري.

د شرعیاتو پوهنځی په کامیابۍ سره په ۱۳۹۵، ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ هـ ش کلونو کې  د ( ۳۷۴ ) په تعداد ذکور او (۳۷) اناث محصلان جامعې ته وړاندې کړي دي چې په لاندې برخو کې به د جامعې د نیمګړتیاو په برخه کې ځواب ویونکي و اوسي.

 

۱- قضاء.

۲- څارنوالي.

۳- وکالت دفاع.

۴- عدلیی وزارت.

۵- معارف وزارت.

۶ـ حج او اوقافو وزارت.

۷- اطلاعاتو او فرهنګ وزارت.

۸- د اسلامي حقوقي علومو کارپوه.

۹- په عربي او نورو ممالکو کې د دیپلومات په حیث رول لوبول.

 

 

 

د څانګو د استادانو معرفي کول:

د فقه او قانون څانګه:

۱- محترم پوهنیار محمد نعیم حکیمي.

۲- محترم پوهنیار حمید الله عمري.

۳- محترم پوهنیار سید آصف هاشمي.

۴- محترم پوهنیار ارسلاح ظفري.

۵- محترم پوهنیار عین الله کریمي.

د تعلیمات اسلامي څانګه:

۱- محترم پوهنیار وحید الله عزام.

۲- محترم پوهنیار سید صبغت الله ابراهیمي.

۳- محترم پوهنیار  رحمت الله حیدري.

۴- محترم پوهنیار زبیر عبدالله.

 ۵- محترم پوهیالی احسان الله شهامت.