پوهنڅی د ریس ژوندلیک

 

 

 

دژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس لنډ ژوند لیک.

پوهنیار رحیم الله رامش دامین الله خان زوی په ۱۳۶۶ لمریز کال  د غزني مرکز اړوند د سپندې کلي په یوه علمي او روڼ انده کورنۍ کې سترګې نړۍ ته غړولې، لومړنۍ اومنځنۍ زد کړي یې د ابونصرمشکان او ابراهیم شهید په لیسو کې سرته رسولي، د لیسې دوره یې په ۱۳۸۵ لمریز کال د شمس العارفین په عالي لیسه کې بشپړه کړېد ده. له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ. له خپلي خوښې او مینې سره سم د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته ور بریالی شو، له یوې بلې ځانګړې ازموینې وروسته د ادبیاتو پوهنځي  انګلیسي څانګې ته ومنل شو. په ۱۳۸۶ کال کې یې په نوموړي پوهنځي کې زد کړې پیل او په ۱۳۸۹ کال په کادر او لوړه درجه ورڅخه  فارغ شو.

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې ښاغلی رامش د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي انګلیسي څانګې کادري بست ته، د ازادي سیالۍ په پایله کې بریالی شو. تر ۱۳۹۳کال پوري د تدریس تر څنګ د نوموړي پوهنځي اړوند د انګلیسي څانګې د آمر په توګه په دنده بوخت و . په ۱۳۹۳ کال دلوړو مقاماتو دپریکړې پر بنسټ د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په خپلواک ډول تاسیس شو. استاد رامش د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دانګلیسي څانګې د امر په توګه خپلې دندې ته دوام ور کړ. په ۱۳۹۴ کال  دغزني پوهنتون له لوري د (T E S O L) برنامې له لاري د ماسټري زد کړو په موخه، شهید استاد رباني پوهنتون ته ور و پیژندل شو.

 په ۱۳۹۵ کال کې ښاغلي رامش په عالي درجه دماسټري دوره پای ته ورسوله او د ماسټري خپل تیزس یې  د (              ) تر سرلیک لاندې په بري دفاع کړ.  دماسټري ویاړ تر خپلولو وروسته غزني پوهنتون ته بیرته راستون شو. په ۱۳۹۶ کال د انګلیسي  څانګې د آمر په توګه ومنل شو. دغزنی پوهنتون د ۴۶۵ ګڼې مکتوب ۷/۷/۱۳۹۶په اساس نوموړی د ژبو او ادبیاتو پوهنځي سرپرست او د پوهنتون د علمي شورا غړی وټاکل شو. د ۴/۵/۱۳۹۷ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام د۷۸۱ ګڼې مکتوب پر بنسټ د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رسمي رئیس په توګه په دنده وګمارل شو.

فعالیتونه او کړنې:

دپوهنتون دعلمي شورا غړی، د پوهنتون د مشر تابه شورا غړی، دترفیعاتو کمیټې غړی، دامرینو دټاکلو کمیټې غړی، د ژبو اوادبیاتو پوهنځي په کچه د ټولو برنامو پلانونه، یادې کمیټې د استاد رحیم الله رامش په مشري ور سپارل شوې چاري پر مخ بیایي. ښاغلی رامش د دې ترڅنګ چی اداري چارې مخ ته وړي تدریسي مسولیتونو ته یې هم اوږه ورکړې ده. استاد رامش یو دروند، دندې ته ژمن د ملي فکر څښتن انسان دی، له تعصب او کرکې پاک شخصیت لري.