تعلیم او تربیه ریس لنده پیژنه

پوهنیار اسدالله ترین د خدای بخښلي ډګروال حیات الله ترین زوی په ۱۳۶۴ لمریز کال، د غزني ولایت، قره باغ ولسوالي د ترینانو کلي، په یوه علمي او روڼ آنده کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

له لومړي تر پنځم ټولګي پوري زد کړه (لومړنۍ زد کړې) یې د قره باغ ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې  د ونو لاندې سیوري او یا کله هم تر شنه اسمان لاندې سوځنده لمرونو کې پرمخ وړې دي، په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د ملوک په نوم د یوه سیمه ییز ښوونځي له شپږم ټولګي په ښه درجه فارغ او د قره باغ ولسوالۍ په مرکزي لیسه (سلطان محمود عالي لیسه) کې شامل شوی دی، د ښوونځي شپږ نور ټولګي یې تر ۱۳۸۳ لمریز کاله د سلطان محمود په عالي لېسه کې بشپړ کړل او په ۱۳۸۳ لمریز کال، د یادې لیسې له ۱۲ ټولګې څخه فارغ په همدې کال یې د کانکور ازمویني له لاري د ننګرهار پوهنتون انجینیري پوهنځي، کمپیوټر ساینس څانګې ته لار وموندله.

استاد اسدالله ترین د ننګرهار پوهنتون انجینیري پوهنځي له کمپیوټر ساینس څانګې څخه په لوړو نمرو د لیسانس سند تر لاسه کړ. دپوهنتون له فراغت وروسته د آزادې سیالۍ له لارې د غزني پوهنتون کمپیوټر ساینس څانګې ته د استاد په توګه بریالی شو، په دې توګه ښاغلي ترین د استادۍ په سپیڅلې دندې د ژوند کاري سفر پیل کړ.

غزني پوهنتون کې د دندې په لومړیو کې نوموړي خپل لومړی علمي سفر د اروپايي هیوادونو په مالي ملاتړ، د هالنډ هیواد ګرونینګن پوهنتون د ظرفیت لوړاوي په یو میاشتني علمي پروګرام ( Managing Academic Network Infrastructures) کې په ګډون کولو سره ترسره کړ. له دې سفره چې افغانستان ته راستون شو،  د افغان دولت په مالي مرسته په بهرنیو هیوادونو کې د لوړو زد کړو تر لاسه کولو لپاره، د افغان زد کړیالانو استولو په پروګرام کې یې ګډون وکړ په ازموینه کې تر بریا وروسته د مالیزیا ملي پوهنتون ( National University of Malaysia ) ماسټري پروګرام کې شامل شو.  استاد ترین په یاد هېواد کې د ماسټري  پروګرام دوه کلنه دوره په خورا  مسولیت سره بشپړه او په اعلی درجه ورڅخه فارغ شو، د ماسټري پروګرام تر بشپړاوي وروسته د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په ورستیو کې بیرته هیواد ته راستون شو. ښاغلی ترین د غزني پوهنتون  لومړنی استاد و چي د  OBE-SCL ماسټر ټرینر سند یې د مالیزیا هیواد له University Technology Malaysia (UTM) پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

 پوهنیار اسدالله ترین غزني پوهنتون کې د تدریسي چارو ترڅنګ  اداري مسؤلیتونه هم پر مخ بیولي دي. نوموړی اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس دی تر دې وړاندې یې د کمپیوټر ساینس څانګې د آمر، د اقتصاد پوهنځي لنډمهاله سرپرست رئیس، د غزني پوهنتون پنځه کلن سټراټیژیک پلان جوړولو کمیټې او د پوهنتون د علمي شورا دغړي په توګه دندې پر مخ وړې دي په یادو  برخو کې یې له خدمتونو څخه سترګې نشي پټېدلای. د ښاغلي ترین له لوري لیکل شوې دوه مسلکي، علمي مقالې په نړیوالو معتبرو څیړنیزو ژورنالونو کې هم خپرې شوې دي..