اقتصاد پوهنځې دریس ژوندلیک

                                                                                                  پوهنیار عطاءالله جواد ژوندلیک

پوهنیار عطاؤالله جواد د خان آقا زوی په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زیږدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د شمس العارفین په لېسه کې ترسره کړې دي او پر دینې زده کړو سربېره په د یارلس کلنۍ کې توانېدلی دی قرآن کریم په بشپړه توګه حفظ کړي. ښاغلی جواد دکابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی  د ادارې او منجمنټ څانګې څخه په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې دلیسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړې دي. نوموړی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د IRD  مؤسسې سره د ساحوي محاسب په توګه دنده ترسره کړې ده او د۲۰۱۰ م کال پای څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د دښاروالیو ملاتړ پروګرام (USAID)سره سره مالي سلاکار پاتې شوی دی.عطاؤ الله جواد په ۲۰۱۳ کال کې دغزني پوهنتون په علمی کدر کې شامل شوی دی او په ۲۰۱۶ کال کې یې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی څخه په مالي او بانکي چارو کې ماستري اخیستې ده. ، له ۲۰۱۳ز کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې یې د غزني پوهنتون په اقتصاد پوهنځی کې دتدریس چارې پر مخ وړې دي او د پوهنیار علمي رتبې ته رسېدلی دی. په کال  ۱۳۹۷ کې د غزني پوهنتون په وړاندیز او افغانستان اسلامی جمهوری ریاست مقام په منظورۍ داقتصاد پوهنځی رئیس په توګه ګمارل شوی ،په دې دوران کې پر درس او تدریس سربېره د پوهنتون رهبري،علمي شورا ګانو او نورو بېلابېلو کمېټو کې فعال غړی پاتې شوی دی. پوهنیار عطاؤالله جواد په دری، انګلیسي او عربی ژبو تسلط لري. ښاغلی جواد د "دافغانستان د ښاروالیو د مالي سیستم ارزونه" تر سرلیک لاندې اثر تألیف کړی خو تراوسه ناچاپ پاتې شوی دی.