پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو نوي مرستیال په توګه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې پر کار پیل وکړ

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو نوي مرستیال په توګه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې پر کار پیل وکړ. په هغه غونډه کې چې په دې اړه لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیرې، رهبري پلاوي او کارکوونکو سربیره، د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د ملي شورا یو شمېر غړو، مشرانو، د پوهنتونونو استادانو او یو شمېر وزارتونو مرستیالانو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت نوي مرستیال د معرفۍ په اړه د ولسمشر فرمان، د دغه وزارت نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکټر صفي الله جلالزي له خوا ولوستل شو. ورپسې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو پخواني مرستیال پوهاند محمد عثمان بابري د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ته یې په نوي پست کې د بریا غوښتنه وکړه. وروسته د جمهوري ریاست ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي د پخواني مرستیال پوهاند بابري د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ وویل، هیله ده د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو نوی مرستیال د هېواد د تحصیلي ودې لپاره لا ډیرې هڅې ترسره کړي. همدارنګه د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل د پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د شخصیت په اړه خبرې وکړې، او نوموړی یې د یاد پست لپاره وړ شخص وباله. په دغه غونده کې د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستیال او د دغه وزارت سلاکار پوهاند محمد عثمان بابري، نوي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي ته د مقرریدو له امله مبارکي وویله او هغه ته یې په اکاډمیکه برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو نوي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د جمهوري ریاست او لوړو زده کړو وزارت له مقام څخه پر هغه د باور او په یاد پست کې د ټاکنې له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو په تطبیق کې به له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي. نوموړي وویل هڅه به وکړو چې د نویو تدریسي تګلار څخه په ګټې اخیستنې، د شته ننګونو د تشخیص، ښې حکومتولۍ، لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو د کیفیت لوړونې، په لوړو زده کړو کې د نړیوالو اړیکو، عدالت تامین، علمي ظرفیتونو لوړولو، فساد سره د مبارزې او اړوندو چارو د تنظیم په برخه کې اغیزمنې کړنې ترسره کړو. یاده غونډه د هېواد د سوکالۍ او اکاډمیکې ټولنې د پرمختګ په دعا سره پای ته ورسیده.