د ماشومانو د زیږیدنې او میندو د وقایي په برخه کې د یادې برخې محصلانو لپاره د بیړنیو عملي زده کړو د کورسونو زده کړه ییز مرکز جوړ شو.

 

دغه مرکز چې په شهرآرا تدریسي روغتون کې جوړ شو په کې به د کابل طبي پوهنتونو نسایي ولادي څانګې وروستي کال محصلانو ته د ماشومانو د زیږدنې او میندو د وقایي په برخه کې د بیړنیو اساسي لارو چارو په اړه عملي زده کړې ورکړل شي. یاد مرکز نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزیرانو او نړیوال روغتیایي سازمان استازي له خوا پرانیستل شو. د نوموړي مرکز د پرانیستې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند وویل؛ د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه مهمه اړتیا ده او په دې برخه کې باید ارزښتمن ګامونه پورته شي. پوهنوال مومند زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت خپلو مسؤلیتونو ته په لیدو سره د ماشومانو د زیږون او میندو د وقایی په برخه کې د مسلکي کادرونو روزنې ته لومړیتوب ورکوي او په دې موخه یې اړوندو ارګانونو سره یو شمېر پروګرامونه پیل کړي دي. لوړو زده کړو وزیرې وویل موږ پام کې لرو چې د طب پوهنځیو محصلانو لپاره د کار عملي زمینې برابرې کړو او هوډ لرو چې په ټول هېواد کې کادري روغتونونه رامنځ ته کړو.

نوموړې د یاد مرکز رامنځ ته کول اغیزمن ګام په ګوته کړه او له محصلانو یې وغوښتل چې له دغه فرصت څخه د خپلو زده کړو لپاره په ښه ډول ګټه پورته کړي. په غونډه کې همدارنګه د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په هېواد کې د طبي کادرونو روزنه د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو ګډه موخه وبلله او وویل د مسلکي ډاکټرانو تربیه د کیفیت د لوړولو لامل کیږي او موږ باید غوره کادرونه ټولنې ته وړاندې کړو. ورپسې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت په برخه کې د رامنځ ته شویو پرمختګونو او شته ننګونو په اړه معلومات ورکړل او وویل روغتیایي خدمتونه باید معیاري شي څو درملنه په ښه ډول ترسره شي. د کابل طبي پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور شیرین آقا ظریف هم خبرې وکړې او د ولادي نسایي روزنې د یاد مرکز د ارزښت او د محصلانو د عملي زده کړې په اړه یې معلومات ورکړل. د غونډې په پای کې د نوموړي مرکز او شهرآزا روغتون بېلابېلو برخو څخه لیدنه وشوه.