په تحصیلي بنسټونو کې د درسي کیفیت د لوړولو په موخه، په کابل، کابل طبي او شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د تضمین کیفیت مرکزونه جوړ او د لوړو زده کړو وزیرې له خوا ګټې اخیستنې ته وړاندې شول.

 

په تحصیلي بنسټونو کې د درسي کیفیت د لوړولو په موخه، په کابل، کابل طبي او شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د تضمین کیفیت مرکزونه جوړ او د لوړو زده کړو وزیرې له خوا ګټې اخیستنې ته وړاندې شول. لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند د یادو مرکزونو د پرانیستې پر مهال وویل، په پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین مرکزونو رامنځته کولو موخه؛ د پوهنتونونو کیفیت ته بیا کتنه او د هغوي په پراختیایي او ستراتیژیک پلان کې یې د پایلو ځای پر ځای کول دي. نوموړې زیاته کړه د تدریسي کیفیت لوړولو چارې، یوه دوامداره او اغیزمنه پروسه ده چې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري. لوړو زده کړو وزیرې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د علمي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د دغه وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: په پوهنتونونو کې د یادو مرکزونو رامنځ ته کول به د پوهنتونونو د داخلي چارو په تنظیم، پلان جوړنې، ځاني ارزونې، په پراختیایي او ستراتیژيک پلان کې د کیفیت تضمین په شاملولو او په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت لوړولو، یو دوامداره سیستم په رامنځته کولو کې اغیزمن ثابت شي. د یادونې وړ ده چې د کیفیت د تضمین دغه مرکزونه چې یو یې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی د لوړو زده کړو د پراختیايي برنامې (HEDP) په مالي لګښت جوړ شوي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې ورته مرکزونه د البیروني، بلخ، هرات، شیخ زاید او ننګرهار پوهنتونونو کې هم رامنځ ته شي، چې له امله به یې د پوهنتونونو د تدریسي کیفیت په لوړولو کې مهمې پایلې ترلاسه شي.