غزني پوهنتون کې د پسرلنی سمیستر د درسونو د پیل سره سم محصلینو ته د ښه راغلاست او هرکلي غونډه ترسره شوه.

gu_user1
Sat, Mar 07 2026 1:15 PM
we

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پسرلني سمیستر د درسونو د پیل سره سم، محصلینو ته د ښه راغلاست او هرکلي په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د پوهنتون عمومي رئیس، معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو  استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
د غونډې پیل د قرآن کریم په مبارک آیتونو سره وشو. وروسته عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن محصلینو ته د نوي سمیستر د پیل مبارکي ورکړه او هغوی یې د علم، مطالعې او ښه اخلاقو ته وهڅول؛ او زیاته يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت مسؤلین او د پوهنتون رهبرۍ خپلو کارونو متوجه او هرڅه امکانات او سهولتونه یې درته اماده کړي نو باید تاسو په منظم ډول خپلو درسونو ته راشئ، له غیر حاضرۍ او غفلت څخه ځانونه خلاص کړئ، خپل وخت ته زیاته توجه وکړئ او ټاکلو اهدافو ته ځانونه ورسوئ.
همداراز د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري هم محصلینو ته د نوي سمیستر د پیل موخه ښه راغلاست او هرکلی وویل؛ او زیاته يې کړه چې محصلین باید خپلو درسونو، د وخت مدیریت او د استاد احترام ته زیاته توجه وکړي ځکه چې د نظام او ملت سترګي دوی ته دي نو په خپلو درسونو کې دي نوښت وکړي او داسې څه دي جوړ کړي چې په واسطه یې د دین او هیواد دفاع وکړي څو د بهرنیو له تېري څخه خوندي یو.
په ورته مهال د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه هم غونډې ته وینا وکړه او محصلینو ته يې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له محصلینو غوښتنه وکړه چې باید نور غفلت ختم او خپلو درسونو ته په خپل ټاکل شوي وخت حاضر شي څو د رهبري د پریکړې سره سم له محرومیت څخه وژغورل شي او پوهنتون ته له راتګ سم خپل صورت او سیرت ته تر هرڅه زیاته توجه وکړي خپل وخت په غفلت او بې پروايې کې تېر نه کړي او د سمیستر له پیل پلان ترتیب او د هغه پلان مطابق مخي ته ولاړ شي.
  
د یادونې وړده چې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي حکم په اساس د هیواد د سړو سیمو د ټولو پوهنتونو پسرلنی سمیستر د حوت په ۱۶ نېټه پیل شي؛ چې له جملې يې د غزني پوهنتون د پسرلني سمیستر درسونه نن ورځ رسماً پیل او یو شمېر محصلین خپلو درسونو ته حاضر شوي وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه:شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۱۸ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۶ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS