غزني پوهنتون کې د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو ته په څېړنو کې د مصنوعي ځيرکتیا کارونه او د ژورنالونو پېژندنې اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sun, Jan 18 2026 3:00 PM
rt

 غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو ته په څېړنیزو چارو کې د مصنوعي ځيرکتیا (Artificial Intelligence) د اغېزمن استعمال او د معتبرو علمي ژورنالونو د پېژندنې په موخه هر اړخیز معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د پوهنځي د علمي کادرونو د څېړنیزو وړتیاوو د لوړولو او د نوې ټکنالوژۍ له امکاناتو څخه د سمې استفادې په موخه جوړ شوی و، چې پکې د یاد پوهنځي استادانو، علمي څېړونکو او د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست استازې ګډون کړی وو.
 چې د پوهنیار استاد فرید احمد درمل له لوري د مصنوعي ځيرکتیا پر بنسټ د څېړنو د ترسره کولو نوې لارې چارې، د علمي مقالو د لیکلو اسانتیاوې، د معلوماتو تحلیل، د ادبياتو د بیاکتنې (Literature Review) چټکتیا او د اخلاقي اصولو مراعات په تفصیل سره تشریح شول. 
او همدارنګه د دغه پوهنځي د رئیس پوهندوی عبدالمتین میاڼي له لوري د نړیوالو معتبر ژورنالونو درجه‌بندۍ، د جعلي (Predatory) ژورنالونو د پېژندنې او د مقالو د خپرولو د معیارونو په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
ګډونوالو دا سمینار د وخت له غوښتنو سره سم او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او هیله یې وښوده چې ورته علمي او مسلکي پروګرامونه دې په دوامداره توګه ترسره شي.

د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي مسؤلینو ټینګار وکړ چې د مصنوعي ځيرکتیا سمه او مسؤلانه کارونه کولی شي د استادانو څېړنې لا معیاري، اغېزمنې او نړیوالو معیارونو ته نږدې کړي، او پوهنتون به په راتلونکي کې هم د علمي ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د رجب المرجب ۲۷ ـمه
۱۴۰۴هـ.ش، د جدي ۲۷ مه
۲۰۲۶م، د جنوري ۱۸ مه
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS