آمریت تضمین کیفیت و اعتبار دهی

د پوهندوی حبیب الله همايون بیوګرافی       

 پوهندوی حبیب الله (همايون) په ۱۳۶۴هـ ش کال کې د غزنی  ولایت اندړو ولسوالی نظروالو کلي کې په یوه علم پروره کورنۍ کې زیږېدلی دی.  خپلې زده کړې یې د ساینس تقوا په عالی لیسه کې ترسره کړي دي. نوموړی د کانکور ازموينی  له ورکولو څخه وروسته په ۱۳۸۲هـ ش د کندهار پوهنتون کرنې  پوهنځي د هارتيکلچر څانګې ته بریالی شو، چې د پوهنتون سره سم یې د انګلیسی او کمپیوټر هم تعقیب کړي دي، بالاخره په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتيکلچر څانګې  څخه فراغت حاصل کړل.

     پوهندوی همایون په ۱۳۸۷/۶/۹ کال کې د آزاد رقابت له لارې د غزنی  پوهنتون کرنې پوهنځی  هارتيکلچر څانګه کې د علمی کادر  په صفت جذب شو،  وروسته له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پوری په رسمی ډول د هارتيکلچر څانګی د مشر په صفت دنده ترسره کړی او په ۱۳۹۴کال کې د پوهنتون لخوا څخه د لوړو زده کړو وزارت په چوګاټ کې د رقابتی ازموينی کې د ICCR په بورسو ته لار پيداکړه او د ياد  بورس د لاری ماستری پروګرام ته د هندوستان هېواد د ګجرات ایالت د نوساری کرنيز پوهنتون ته واستول شو.

     پوهندوی همایون دماستری پروګرام په  ۱۳۹۶ کال کې د هارتیکلچر څانګه کې د دوه کلنو په وموده کې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه .

     پوهندوی همایون  غزني پوهنتون د تضمين کيفيت او باور لوړونې آمریت دنده په غاړه لری، د پوهنتون په سطح په بیلابیلو کميټو کې  غړیتوب لري لکه : د نصاب کمېټه، د علمی کنفرنسونو کمېته، د علمي تحقیقاتو کمېټه، ترفعاتو کميټه، د علمی نشراتو او د پوهنتون د علمی شورا

د ژبو سره بلدتیا

    پوهنمل همايون پښتو ژبې سربیره چې مورنۍ ژبه یې ده، د دری، هندی او انګلیسي ژبو سره هم بلدتیا لري. 

آثار او لیکنې:

  1. د غزنې په ولایت کې د انګورو روزنه
  2. د تخمونو توليد تکنالوژی (ژباړه)
  3. د هارتيکلچری نباتاتو د تخمونو توليد تکنالوژی (تالیف)

په نړیوالو جورنالونو کې خپری شوی مقالی:

  1. Effect of Foliar Application of Micronutrients on Growth and Yield of Tomato under Protected Culture
  2. Response of Tomato to Foliar Application of Micronutrients on Yield and Quality Under Protected Cultivation
  3. Effect of different levels of nitrogen and intra row spacing on growth and yield of radish (Raphanus sativus L.) variety red to under Green House condition
  4. Influence of nitrogen and plant spacing on growth and yield characteristics of lettuce (Lactuca sativa L.)
  5. Response of growth and yield of cucumber (Cucumis sativus L.) to staking and plant spacing under protected culture
  6. Vegetative propagation of some selected horticultural crops.
  7. Influence of foliar application of micronutrients on growth, yield & quality of tomato (solanum lycopersicum l.) Cv. Bargad
  8. Role of plasticulture in horticultural applications
  9. Qualitative Analysis of Strategies Affecting Sustainable Livelihoods in the Northern Villages of Andar District, Gazni Province, Afghanistan

گزارش کاری آمریت تضمین کیفیت و اعتباردهی