غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د کتابتونونو د پېژندنې او مؤثرې مطالعې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sat, Jun 20 2026 3:02 PM
de

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت او کتابتون مدیریت له لوري، د علمي او فرهنګي فعالیتونو په لړ کې، یو شمېر محصلینو ته د «کتابتونونو پېژندنې او مؤثرې مطالعې» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

دغه سمینار د کتابتون د مدیر اسدالله منصور له لوري وړاندې شو، چې پرمهال یې محصلینو ته د کتابتونونو پر پېژندنه، ارزښت، د علمي سرچینو د سمې ګټې اخیستنې او د غزني پوهنتون د کتابتون په اصولو او مقرراتو؛ او دارنګه د مطالعې د اغېزمنو لارو چارو، د وخت مدیریت  او د مطالعې لپاره د غوره ځای ټاکلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. او زیاته یې کړه چې کتابتونونه د علمي ودې او څېړنیزو فعالیتونو مهم بنسټونه دي او محصلین باید د خپلو علمي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

په ورته مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري، هم د کتابتون او مطالعې په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه؛ چې باید د خپلو درسونو سره سره کتابتون ته مراجعه وکړي او له ګټورو کتابونو څخه ګټه واخلي او محصلینو ته یې ډاډ ورکړ چې هره ستونزه او غوښتنه ولري، نو د محصلانو چارو معاونیت ته دي په هر وخت کې مراجعه وکړي ترڅو یې ستونزي د امکاناتو په شتون کې ورته حل کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ډول علمي او معلوماتي پروګرامونو موخه د محصلینو د علمي ظرفیت لوړول، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول او د کتابتونونو د اغېزمنې استفادې زمینه برابرول دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

ورځ او نېټه: شنبه

۴/۰۱/۱۴۴۸ه ق

۳۰/۰۳/۱۴۰۵ه ش

۲۰/۰۶/۲۰۲۶م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS