غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

gu_user1
Wed, May 06 2026 3:07 PM
qr

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو علمي، ادبي او کلتوري کتابونو مرسته ترسره شوه.
یاد کتابونه د عنایت الرحمن عازم او صفی الله ذاهد له لوري دغه پوهنځي ته وسپارل شول. چې پکي بېلابیل علمي، ادبې او کلتوري کتابونه شامل دي، چې وبه کولی شي د محصلینو او استادانو د علمي اړتیاؤ یوه برخه پوره کړي.
په ورته مهال د دغه پوهنځي رئیس مفتي محمد میرویس عبدالله د مرسته کوونکو دغه کړنه وستایله او ویې ویل، چې دا ډول علمي منابع د محصلینو د مطالعې کلتور پیاوړی کوي او د څېړنیزو فعالیتونو په پراختیا کې به ګټور تمام شي.
دوی همداراز زیاته کړه، چې هڅه کوي له دې کتابونو څخه په منظم ډول استفاده وکړي، څو د تدریس او څېړنې کیفیت لا لوړ او علمي چاپېریال لا بډایه شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهار شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ١٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ١٦ مه
۲۰۲۶م، مې ٦ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS