غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Mon, Apr 20 2026 2:23 PM
rt

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې باید ورځني کارونه په منظم ډول او پر وخت ترسره او هر یو د نظام د تقویت او پیاوړتیا لپاره کار وکړو او همداراز یې په چارو کې په شفافیت ټینګار وکړ.
وروسته د تېري ناستې پریکړو ته د اطمینان په موخه لنډه کتنه وشوه؛ او همداراز د نوې اجنډا سره سم د پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال تطبیقي پلان د ارزونې، له افغان ملي بانک سره د معاشاتو د حواله کولو د قرارداد، د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون د محصلینو د درسونو، له مجلې آمریت سره د شرعي بورډ د دوامداره همکاري او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر د بودیجې تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۳ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حمل ۳۱ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۰ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS