غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي د استادانو د تدریس کیفیت ارزونې په موخه د محصلینو له درسې ټولګیو څخه نظارت ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۲۳
xd

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د علمي چارو د لا ښه والي او د تدریسي کیفیت د لوړولو په موخه، د شرعیاتو پوهنځي د فقې او قانون او اسلامي ثقافت څانګو د استادانو د تدریسي کیفیت ارزونې او محصلینو د درسي بهیر هر اړخیز نظارت او څارنه ترسره کړه.
د یادې ارزونې پرمهال عمومي رئیس د ټولګیو تدریسي وضعیت، د استادانو د تدریس طریقه، د درسي موادو چمتووالی، د محصلینو ګډون او د زده‌کړې عمومي فضا په دقیقه توګه وڅېړله.
او له محصلینو څخه غوښتنه يې وکړه چې په ټاکل شوي وخت درسي ټولګیو ته حاضر او له بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۲ مه
۲۰۲۶م، مارچ اپریل ۱ اوله

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS