غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي د چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د یادې شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. ياده ناسته د علمي او تدريسي چارو د لا پياوړتيا، د تدريسي بهير د پراختيا او د نويو علمي اړتياوو د ارزونې په موخه رابلل شوې وه.
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د تیري علمي شورا پریکړو ته لنډه کتنه وشوه.
او دارنګه د نوي اجنډا مطابق، د محصلانو چارو د مرستیال له لوري د ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د وروستیو ازموینو راپور وړاندې شو، او ترڅنګ یې په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د کمپیوټرساینس پوهنځي د کړنو راپور، د څو تنو استادانو د علمي رتبو د ثبیت دوسیو تائیدي او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې څانګې د ایجاد او تائیدۍ ترڅنګ په یو شمېر مهمو او متفرقه هم بحث او اړینې پریکړې ترسره شوې.
ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۳۰ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳۰ قوس۱۴۰۴ه ش
