غزني پوهنتون کې د انټرنیټ او کمپیوټر زده کړې له دوه میاشتني کورس څخه شاو خوا ۶۰ تنه محصلین فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۷
gb

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت او د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت په نوښت د محصلینو د عصري مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د انټرنیټ او کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی مسلکي کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دغه پروګرام کې شاوخوا ۶۰ تنه محصلین په بریالیتوب سره فارغ شول او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.
د یاد کورس موخه د محصلینو د بنسټیزو او پرمختللو کمپیوټري مهارتونو لوړول وو، څو وکولای شي د تحصیلي، اداري او مسلکي اړتیاوو پوره کولو لپاره له ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخلي. د کورس په دوران کې محصلینو ته د کمپیوټر بنسټیز پروګرامونه، د انټرنیټ خوندي او مسلکي کارونه او نور اړین ډیجیټلي مهارتونه وروښودل شول.

د فراغت په وروستۍ مراسمو کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي فارغ محصلینو ته د کورس د بشپړېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه د ټکنالوژۍ زده کړه د معاصرې نړۍ یوه اساسي اړتیا ده؛ او په نني عصر کې جهتونه بیل دي نو موږ او تاسو باید د خپل رب اوامرو ته متوجه شو او د نړیوالو په مقابل کې ځانونه قوي او په عصري ټکنالوژۍ سمبال او د خپل دوښمن دفاع پرې وکړو او د نوري نړۍ له هر ډول احتیاجه ځان خلاص کړو. ځکه خدای تعالی (ج) انسان هڅاند او له استعدادونو ډک پیداکړی. او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغو زده کړو بسنه ونکړي، باید نوښت او ابتکار وکړي او داسي څه باید جوړ کړي چې د نړیوالې ټکنالوژي په مقابل کې کلکه دفاع پرې وکړي. 

محصلینو د کورس له محتوا او د استادانو له تدریس څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترلاسه شوي مهارتونه به د دوی په عملي کار او راتلونکې مسلکي لارو چارو کې مهم رول ولوبوي.
د مراسمو په پای کې فارغ محصلینو ته د فراغت رسمي تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

باید وویل شي چې غزني پوهنتون د دې ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي او هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو وړتیاوې او مسلکي مهارتونه لا پسې قوي کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS