غزني پوهنتون کې استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۲۳
cm

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۳ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د بیلابیلو پوهنځیو یو شمېر استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځۍ د تاریخ څانګې استاد دوکتور محمد شریف ادیب د څېړنیزو مقالو د لیکلو اړین اصول تشریح کړل. چې پکې د مقالاتو پېژندنه، د څېړنیزو-علمي مقالو ډولونو د مقالاتو لپاره د موضوع ټاکنه، د سرچینو کارونه، د لیکلو معیارونه، د مقالو علمي جوړښت او د نړیوالو سټنډرډونو مطابق د مقالو خپرولو طریقو اړوند مفصل معلومات یې وړاندې کړل.

ګډونوالو د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې خپلې پوښتنې مطرح کړې او د ښاغلي ادیب له لوري ورته مسلکي ځوابونه ورکړل شول. د ګډونوالو په وینا، دا ډول علمي پروګرامونه د دوی د څېړنیز ظرفیت په لوړولو کې خورا اغېزمن دي او د غزني پوهنتون لپاره د یوه نوي څېړنیز فصل پیل ګڼل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې دری ورځنی دیني او اصلاحي سمینار د اتفاق او اتحاد اهمیت او د تعصب زیانونه د موضوعاتو په تشریح سره پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي هدایت په اساس د دعوت او ارشاد آمریت له لوري پیل شوی درځنی دیني او اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسید.
په دغه دری ورځني دیني او اصلاحي سمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او په یاد پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره؛ او په دغه پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو. . .

BACK TO NEWS