د غزني پوهنتون عمومي رئیس او ورسره پلاوي د محصلینو د ژوند، ستونزو د حل او حالاتو له نېژدې څارلو په موخه د عمومي لیلیې څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۵۴
xc

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۸ ، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او ورسره مل پلاوي د پوهنتون د  لیلیې څخه لیدنه وکړه. د لیدنې موخه د محصلینو د اوسني وضعیت څېړل، د هغوی غوښتنې او ستونزې اورېدل او د لیلیې له روانو چارو څخه څارنه وه.
ښاغلي منصور د لیدنې پر مهال د لیلیې د عمومي وضعیت، خونديتوب، حفظ الصحې، درسي سهولتونو او د محصلینو د استوګنې چاپېریال له نږدې وڅېړه. هغه د محصلینو سره په مستقیم ډول خبرې وکړې، او د هغوی ستونزې یې واورېدې، دارنګه یې غوښتنه ورڅخه وکړه چې باید د لیلیې د ټولو اجناسو، نظم او پاکوالي په ساتنه او پنځه وخته په جماعت سره د لمانځه اداکولو، او د اسلامي شریعت کلکه پابندي او د نبي کریم ص د سنتو اتباع اړوند یې لازمي توصیې او لارښوونې ورته وکړې. او ټینګار یې وکړ چې محصلین د بې ځایه وخت تیرولو څخه ډډه وکړي او خپلو درسونو ته جدي توجه وکړي.
محصلینو هم خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل. د پوهنتون مشرتابه ډاډ ورکړ چې دغه وړاندیزونه او غوښتنې به یې پر خپل وخت پوره او ستونزي به یې رفع شي.
د یادونې وړ ده چې دا ډول لیدنې د محصلینو د اړتیاوو د درک او د تحصیلي چاپېریال د ښه کولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال له لوري د پوهنځيو له رئیسانو سره د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو پر اغېزمن تطبیق او د زده کړه ییز نصاب د پراختیا په موخه د هغمږۍ ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵
Background image

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه ( په اسلامي شریعت کې معاملات) تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملات تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه تدریسي نصاب. . .

BACK TO NEWS