د غزني پوهنتون پسرلني سمستر درسونه رسماً پیل شول.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۱
xc

 

ورځ: پنجشنبه
نیټه: ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق
۱۶ کب ۱۴۰۳ هـ.ش
۶ مارچ ۲۰۲۵ م

 تېره ورځ د غزني پوهنتون پسرلني سمستر درسونه په رسمي ډول پیل شول. د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، محصلان له نوې انرژۍ، تازه هیلو او لوړ همت سره بېرته پوهنتون ته راستانه شول او د نوي سمستر درسونه یې له بشپړې علاقې او ژمنتیا سره پيل کړل.

د غزني پوهنتون مشرتابه د محصلانو لپاره د نظری او عملي زده کړو لازم امکانات برابر کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په یوه علمي او اکاډمیک چاپېریال کې خپلې زده کړې په غوره کیفیت سره تعقیب کړي. پوهنتون هڅه کوي چې د محصلانو علمي کچه نوره هم لوړه کړي او هغوی ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړي، ترڅو د هېواد د راتلونکي لپاره مؤثر او وړ کادرونه وروزي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال له لوري د پوهنځيو له رئیسانو سره د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو پر اغېزمن تطبیق او د زده کړه ییز نصاب د پراختیا په موخه د هغمږۍ ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵
Background image

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه ( په اسلامي شریعت کې معاملات) تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملات تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه تدریسي نصاب. . .

BACK TO NEWS