په غزني ولایت کې د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیه او عالمیه دورو کلنۍ ازموینه پیل چې شاو او خوا ۳۸۰ تنو فاضلانو پکي ګډون کړی وو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۶
as

نېټې او ورځ:
رجب المرجب ۱٠مه ۱۴۴۶هجري قمري
جدی ۲۲مه ۱۴۰۳ هجري شمسي
 جنوري ۱۱مه ۲۰۲۵میلادي

غزني ولایت کې د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیه او عالمیه دورو کلنۍ ازموینه ۳۸۰ تنو فاضلانو په ګډون پیل چې پنځه ورځي به دوام وکړي.
دا ازموینه د غزني ولایت د جهادي مدرسې په انګړ کې ترسره کېږي.
د ازموینې پیل د قران کریم په مبارکو آیتونو وشو، ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د امتحان ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ازموینې پر اهمیت او ارزښت یې وینا وکړه. او زیاته یې کړه، چې دا ورځ ستاسو د زحمتونو او تکلیفونو پایله څرګندوي او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ځواب پاڼې په دقت سره حل کړي او د ازمویني د صحني اصول او مقررات مراعات کړي او له هر ډول نقل کولو څخه ډډه وکړي.

ورپسې د لوړو زده کړو څخه راغلي پلاوي، وینا وکړه او د ازموینې اهمیت یې په ګوته کړ. او د امتحان د پروسې او د امتحان د سوالونو د کتابچې اړوند یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې په ارامه ذهن خپلې پوښتنې حل کړي او خپلې ځواب پاڼې په واضحه او دقیق ډول حل کړي.

ازموینه د سهار په ۱۰ بجو د مرکز څخه راغلي پلاوي، غزني پوهنتون، او د تخصصاتو دیني جامعې د مسؤلینو په حضور کې پیل شوه او تر ماسپښین ۱ بجې به دوام وکړي. د یادو بنسټونو د مسؤلینو او استادانو له خوا به د ازموینې نظارت ترسره کېږي.

په دې ازموینه کې د غزني ولایت د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیه او عالمیه دورو ۳۸۰ تنه فاضلان ګډون لري. دا ازموینه به تر راتلونکې پنجشنبې ورځې دوام وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS