د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو له‌خوا تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۰
zc

ورځ: سه‌شنبه هجري قمري: ۱/جمادی الثاني/۱۴۴۶ هجري شمسي: ۱۳/قوس/۱۴۰۳ میلادي: ۳/ډیسمبر/۲۰۲۴ د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي زده‌کړیالانو په تمثیلي ډول جزایي محکمه دائره او یو تن یې محاکمه کړ. په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان وینا وکړه، او د دې ډول برنامو د ترسره کولو پر ارزښت یې خوښي څرګنده کړه او محصلان یې وهڅول، چې په داسې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د خپلو عملي زده‌کړو لپاره ګټه ترې پورته کړي. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج‌الدین عمر منصور هم خپله خوښي څرګنده کړه، او د استادانو هڅې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې علم د الله صفت دی؛ نو الله پاک دغه صفت پاکو خلکو ته ورکوي. هغه له محصلینو وغوښتل چې د رسول الله (ص) د قدمونو پلوي شي، او د هغه صفات په خپلو ژوندونو کې عملي کړي او خپل صورت او سیرت د شریعت په چوکاټ کې برابر کړي. وروسته د یاد پوهنځي محصلینو د تمثیلي محکمې په ترڅ کې یوه فرضي جزایي قضیه وڅېړله او یو فرضي متهم یې علنی محاکمه کړ. د محاکمې پایله دا وه چې متهم ته په فرضي ډول د شپږو میاشتو د بند سزا واورول شوه. په پای کې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ترسره شوې محاکمې ارزونه وکړه. هغه د یادې محکمې مثبت ټکي په ګوته او وستایل. همدارنګه یې هغو برخو ته اشاره وکړه چې د تمثیلي محکمې لا ښکلا او موثریت لپاره باید ورته پاملرنه وشي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند دری ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو د ګومارنې، لوړتیا، پیاوړتیا او پراختیا عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو  د ظرفیت لوړولو په موخه د پلان جوړونې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۲۵
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د معلوماتي ټکنالوژۍ د دری کلن پراختیایې پلان د تائیدي ترڅنګ په یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه؛ چې پکې معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو او د دغي شورا ټولو غړو ګډون کړی وو. 
ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د مسؤلینو او استادانو له لوري د نوي جوړ شوي ماسټر پلان اړوند تشریح، وروستیو نظریاتو شریکولو او تائید په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته چې د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود. د ناستې. . .

BACK TO NEWS