غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي په موخه درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۱۱
gy

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو د کیفیت د لا ښه والي، معیاري کولو او د تحصیلي بنسټونو د اغېزمنتیا د پیاوړتیا په موخه، د پوهنتون په کچه رهبري او مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي دری ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.
دغه سمینار چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او اداري مسؤلینو په ګډون ترسره کېږي، موخه یې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ د معیارونو تشریح، د تطبیق څرنګوالي روښانه کول، او د تحصیلي او اداري چارو د لا معیاري کېدو لپاره د ګډ درک رامنځته کول دي.
یاد سمینار نن ورځ د علمي څېړنو او مجلې د مرستیال پوهندوی دوکتور دریا خان هڅاند او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس مفتي محمد میرویس عبدالله له لوري وړاندې شو، چې پرمهال یې ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي لومړی او دوهم اصلي معیارونه او اړوند فرعي معیارونه او شاخصونه په تفصیلي ډول وړاندې شول.

باید وویل شي چې دغه سمینار به دری ورځې دوام وکړي او هر اصلي او فرعي معیار به په منظم ډول تشریح شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
شنبه 
 ۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۶هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۶م

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS