غزني پوهنتون کې د علمي پرمختګ او کادرونو د ظرفیت لوړولو په موخه دری تنه استادانو د خپلو علمي رتبو د ترفیع په موخه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۵:۱
ft

غزني پوهنتون کې د علمي پرمختګ او کادرونو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دری تنو استادانو د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوي علمي رتبې ته د ترفیع په هدف خپل علمي کنفرانسونه په بریالیتوب سره وړاندې کړل.
یاد علمي کنفرانسونه د استادانو د مسلکي پرمختګ آمریت په نوښت او د ژوري هیئت په حضور کې ترسره شول. دغو استادانو ښاغلي پوهنمل محمد آمین همت، پوهنمل یحیی اصغري او پوهنمل محمد مصطفی صفا له پوهنمل علمي رتبې څخه پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په موخه په ټاکلو او څېړل شوو موضوعاتو ترتیب کړي پریزيټېشونونه وړاندې کړ.
په ورته مهال د ژوري هیئت غړو د یادو استادانو علمي آثار، څېړنیز معیارونه او وړاندې شوې موضوعګانې و ارزولې او د هغوی هڅې یې د ستاینې وړ وبللې. همدارنګه، د علمي پرمختګ، څېړنو د پیاوړتیا او د پوهنتون د علمي اعتبار د لوړولو په برخه کې یې د یادو کنفرانسونو ارزښت مهم وباله.
باید وویل شي چې د غزني پوهنتون رهبري د استادانو علمي لاسته راوړنې د لوړو زده کړو د بنسټیز پرمختګ نښه ګڼي او ژمنه کوي چې د علمي کادرونو د ملاتړ او تشویق لپاره به خپلې هڅې لا پراخې کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۷ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي په نوښت، د دغه پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو (معیارونو) او کرنیزو عصري سیستمونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام. . .

BACK TO NEWS