غزني پوهنتون کې د روانو بنسټيزو او زیربنایې پروژو د کارونو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۳
dr

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په یاد پوهنتون کې د روانو بنسټیزو او زیربنایي پروژو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه.
د لیدنې پر مهال د کرنې پوهنځي څېړنیز فارم جوړښت، د موادو کیفیت، د کار سرعت او تخنیکي اصول، دارنګه د پوهنتون د احاطې هوار کاري او د سیلابي اوبو د مخنیوي اړوند د اوبو ذخیره کولو لپاره د کوچنیو جوړو شویو د اوبو ذخیره کولو ځایونه او د پوهنتون د جوړيدونکي عمومي تالار د کارونو کیفیت په دقیقه توګه وڅېړل شول. 
تمه ده چې له دې لیدنې وروسته به د چارو د دقیقي څارنې لړۍ لا نوره پیاوړې شي، ترڅو ټولې روانې پروژې په بریالیتوب او په ټاکلي مهال بشپړې شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد آمریت اړوند کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله وستایل.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي کارکوونکو د فعالیتونو او دندو د کیفیت لوړولو په موخه ارزونه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره هیئت نن ورځ د شرعیاتو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي د کارکوونکو د کار، فعالیت او دندو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ادارې خدماتو د ودې او پرمختیايي پروژو د لا ښه تنظیم په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ د ادارې چارو د ودې، خدماتو او پرمختیايي پروژو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه اداري ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS