غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۱۱
po

قمري نېټه: ربیع الاول ،۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سیپټمبر، ۱ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د یاد پوهنتون د اداري، علمي او تدریسي مسوولینو په ګډون ترسره شوه.
چې پیل یې د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د تیري رهبري شورا پریکړو ته لنډه کتنه وشوه.
دارنګه د نوي اجنډا مطابق له پوهنتون سره د همکارۍ په موخه د استخباراتو لوی ریاست د رئیس صاحب له لوري د رالیږل شویو پيسو د مصرف لپاره د مالي او اداري چارو معاونیت تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه او دنده ورکړل شوه ترڅو دغه پیسې د ساحې او لارو د هوار کاري لپاره په منظم ډول مصرف شي. او همدارنګه د لیلیې د چارو د لا منظموالي، د ټولو مسافرو محصلینو لپاره په بازار کې د استوګنیزو ځایونو برابرولو او تحصیلي نصاب اړوند د ځینو وړاندیزونو څېړنې تر څنګ په یو لړ مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمې پریکړې ترسره شوې.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رئیس ټینګار وکړ چې د غزني پوهنتون د علمي معیار لوړول، د محصلینو د اړتیاوو پوره کول او د شفافې اکاډمیکې فضا رامنځته کول د ادارې لومړیتوب دی. هغه د ټولو غړو له هڅو مننه وکړه او د پرېکړو د پلي کېدو لپاره یې اړوندو څانګو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

غزني پوهنتون د هېواد په کچه یو له مهمو علمي مرکزونو څخه دی چې د زرګونو ځوانانو د لوړو زده‌کړو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د ټولنې د علمي، فرهنګي او مسلکي ودې په برخه کې مهم رول لوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې دری ورځنی دیني او اصلاحي سمینار د اتفاق او اتحاد اهمیت او د تعصب زیانونه د موضوعاتو په تشریح سره پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي هدایت په اساس د دعوت او ارشاد آمریت له لوري پیل شوی درځنی دیني او اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسید.
په دغه دری ورځني دیني او اصلاحي سمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او په یاد پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره؛ او په دغه پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو. . .

BACK TO NEWS