غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د چارو د لاښه والې او چټکتیا په موخه د یاد آمریت د کارونو هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
qw

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د چارو د لا ښه والي، چټکتیا او د کیفیت د لوړولو په موخه د دعوت او ارشاد آمریت د چارو هراړخیزه ارزونه ترسره کړه.
په لومړي سر کې شیخ صاحب د دغه آمریت په اهمیت او ارزښت باندې هر اړخیزي خبري وکړې. وروسته یې په مختلفو برخو کې د اسنادو، پروسیجرونو، کاري پلانونو او ورځنیو فعالیتونو کتنه وکړه. د ارزونې په جریان کې د ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه هم ثبت شول او د چارو د آسانتیا لپاره نوي سپارښتنې وړاندې شوې.

په اخیر کې شیخ صاحب ټینګار وکړ چې یاد ارزونه د ادارو د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز ګام دی او د دعوت او ارشاد آمریت د کارونو په پرمختګ کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي رحمت خلیل د ارزونې د پروسې ستاینه وکړه او ژمنه یې کړې چې د ښوونیزو او ارشادي خدمتونو په لا پراختیا او معیاري کېدو کې به لا زیاتې هڅې کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني پوهنتون کې د پنځو اداري بستونو لپاره د ازموینې د ترسراوي په موخه د ثبت شویو داوطلبانو د شارت لیست پروسه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال، علمي چارو د مرستیال، د کارکوونکو چارو آمر، د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د استازو له لوري د پنځو اداري بستونو لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ته په کریډیټ سیستم او محصل ژمنلیک باندې د ښه پوهاوي اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ته د کریډیټ سیستم او محصل ژمنلیک په اړه هر اړخیز معلوماتي سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

 غزني پوهنتون کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ  د ستراتیژیک پلان کمېټې  د ۱۴۰۵ه ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.. . .

BACK TO NEWS