غزني پوهنتون کې استادانو ته، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۳۱
tp

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري استادانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو. 
د تدریس پر مهال شیخ صاحب د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د ښه تطبیق په موخه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او زیاته یې کړه چې د هېواد په علمي بنسټونو کې د اسلامي لارښوونو اغېزمن تطبیق د ټولنې د فکري روزنې لپاره اړین ګام دی. هغه ټینګار وکړ چې استادان باید د نصاب تر څنګ د اسلامي اصولو په روښانه تشریح کې مخکښ رول ولوبوي.
په پای کې ناسته د دعا په ویلو سره ختمه شوه، او ټینګار وشو چې د ذکر شویو لارښوونو علمي څېړنه، تدریس او تطبیق به د پوهنتون د اصلاحاتو په بهیر کې مهم رول ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۹ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۹ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۴۶
Background image

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماوو او فاضلانو د شپږ ورځنۍ ازموینې بهیر د ارزونې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د یادو ازموینو له صحنو ځانګړې لیدنه ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماوو او فاضلانو د شپږ ورځنۍ ازموینې د بهیر د ارزونې په موخه، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ صاحب عبدالله سیحان؛ د غزني پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو له علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه په منظم او ټاکل شوي وخت پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو له علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه د پوهنتون د رهبرۍ، مدیره هیئت او د لوړو زده کړو وزارت اړوند دیني جامعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS