غزني پوهنتون مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د یولس ګونو معیارونو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۰
bn

قمري: ٢٣ رمضان المبارک ۱۴۴۶

لمریز: ۳ (حمل) ۱۴۰۴

میلادي: ٢٣ مارچ ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د یولس ګونو معیارونو اړوند یو مهم معلوماتي سیمینار وړاندې شو. دا سیمینار د مسلکي پرمختګ د آمريت له لوري تنظیم شوی وو، چې د تحقیقاتو معاون، پوهندوی احسان الله کامران له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړول او د نړیوالو معیارونو سره سمون موندل وو.

په دغه سیمینار کې د پوهنتون مسولینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو. پوهندوی احسان الله کامران د تضمین کیفیت د اهمیت، معیارونو، تطبیق، او په پوهنتونونو کې د کیفیت لوړولو لپاره اړینو اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د تضمین کیفیت یولس معیارونه، چې د لوړو زده کړو د تنظیم لپاره ټاکل شوي، د پوهنتونونو پرمختګ او نړیوال اعتبار ترلاسه کولو لپاره حیاتي دي. هغه د دغو معیارونو پر بنسټ د پوهنتون د لا ښه مدیریت، تدریس، څیړنو او اکادمیک فعالیتونو د پرمختګ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د سیمینار ګډونوالو د موضوع اړوند خپلې پوښتنې مطرح کړې او د کیفیت د تضمین د لا ښه تطبیق لپاره یې خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

په پای کې، د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د دې ډول سیمینارونو د دوام غوښتنه وکړه، ترڅو د پوهنتون د کیفیت لوړېدو ته لا زیات پام وشي او د نړیوالو معیارونو سره سم اصلاحات رامنځته شي.

د نشراتو او عامه اړيکو عمومي مدیریت

May be an image of ‎musical instrument, speaker and ‎text that says '‎代 پو هنتون پوهنتونغزني غزني غزني غزنيپوة پو هنتون غزني پوهنتون مسؤلينو، استادانو او اداري کارکوونگو ته د تضمین کيفيت او اعتبار وركولو د یولس گونو معیارونو په اره معلوماتي سیمينار وإراندي .شو f hazniuniversity/ Ghazniuniversity/jüss_i https://gu.edu.af/dr نشراتو عامه او عامه ادیكو عمومي مدیریت‎'‎‎

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا. . .

BACK TO NEWS