د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لپاره نوی معاون معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۰
GU

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د حکم پر اساس، مفتي صاحب عزت‌الله نوري د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د نوي معاون په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د ښاغلي نوري د پېژندنې د مراسمو پرمهال د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور مفتي صاحب عزت‌الله نوري ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ د هغه د علمي، اداري او ټولنیزو تجربو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو چارو په برخه کې د نوموړي معرفي به د پوهنتون د تحصیلي، انضباطي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم سبب شي. ښاغلي منصور زیاته کړه: "باور لرو چې محترم مفتي نوري به د محصلانو ستونزو ته مسؤلانه، پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي."
ورپسې مفتي صاحب عزت‌الله نوري د وینا پر مهال د سپېڅلي مسؤلیت د ترسره کولو ژمنه تازه کړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو د علمي، اخلاقي او انضباطي ملاتړ تر څنګ به د هغوی ستونزو ته اساسي حل لارې ولټوي. او هڅه به کوي چې د پوهنتون او محصل ترمنځ همغږي لا زیاته شي او د خدمت یو نوې فضا رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت لپاره ښاغلی پوهندوی مفتي صاحب عزت نور معرفي او خپله دنده یې په رسمي ډول پیل کړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال له لوري د پوهنځيو له رئیسانو سره د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو پر اغېزمن تطبیق او د زده کړه ییز نصاب د پراختیا په موخه د هغمږۍ ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵
Background image

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه ( په اسلامي شریعت کې معاملات) تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملات تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه تدریسي نصاب. . .

BACK TO NEWS